کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٩): د ترکيې او يونان په ځينو سيمو کې د زلزلې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېری ودانۍ نړېدلې دي.
د ترکيې خبري اژانس (انادولو) د راپور له مخې، دا زلزله پرون له مازديګر وروسته د ترکيې د ازمير ولايت د ايجن په بحيره او د يونان په شمالي جزيرې سيمو کې شوې چې په ترکيه کې د ريختر په کچه اووه او يونان کې ٦،٦ درجې وه.
د ترکيې د عامې روغتيا وزارت ويلي چې تر اوسه د زلزلې له امله د ٢٤ کسانو مړي له ودانيو را ايستل شوي او تر ٧٢٠ زيات ټپيان دي.
دغه راز سرچينو ويلي چې کېداى شي يو شمېر کسان اوس هم تر ودانيو لاندې وي او د هغوى د را ايستلو لړۍ روانه ده.
بلخوا د يونان ځايي مسوولينو ويلي چې له زلزلې وروسته له بحر څخه اوبه پورته شوې او ساحل ته نږدې کورونه يې لاندې کړي دي.
د راپورونو له مخې، هلته تر اوسه دوه تنه مړه او شاوخوا لس نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په ترکيه او يونان کې د زلزلې له امله پر رامنځته شوو مالي او ځاني زيانونو خپګان او اندېښنه څرګنده کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن