کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۹۹): د افغان تیلي کام شرکت د سټلایټ څانګې مشر سيدالحنان هاشمي، د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په بتخاک سیمه کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د افغان تیلي کام دولتي شرکت مرستیال محمد شریف امین پژواک خبري اژانس ته وویل چې هاشمي نن سهار شاوخوا اووه بجې د بګرامیو اړوند په بتخاک سیمه کې د خپل کور مخته د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
هغه وویل:«هاشمي صاحب یو ډېر دینداره، مسلمان او دانشمند شخصیت و او د اخلاقو یوه نمونه و چې وژنه یې نه یوازې د افغان تیلي کام شرکت بلکې د افغانستان لپاره ستره ضایعه ده.»
د کابل د امنیې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز یوازې دومره وویل چې په دغه چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی دی.
تر دې دمه د يادې چاودنې مسووليت چا نه دی منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن