مزارشريف ( پژواک، ۱۱لړم ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کليوالي ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د ښځو د اقتصادي پراختيا موسسې په همکارۍ د دوو ورځو لپاره د ليدونکو پرمخ پرانيستل شوی دی.
په بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختيا موسسې يوې مسوولې نوريه ندا د لړم په ۱۱مه، پژواک ته وويل، چې په دغه نندارتون کې تر ډېره هغو مېرمنو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، چې په لرې ولسوالیو کې پر صنعتي چارو بوختې دي.
هغې زياته کړه، چې له دې سره به صنعتکارو مېرمنو ته زمينه برابره شی؛ څو خپلو توليد شويو توکو ته بازار موندنه وکړي.
مېرمن ندا وويل، چې د کرونا ويروس پر مهال يو شمېر نارينه وو خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې په دغه صورت کې د کورنيو اقتصادي بوج د سوداګرو مېرمنو پر غاړه وو.
دا وايي : (( له يوې خوا کرونا او بل لور ته نا امنۍ د دې سبب شوې، چې په ولسواليو کې زموږ صنعتکارې مېرمنې له يو لړ ستونزو سره مخ شي؛ خو مهمه دا ده چې دوی دغو مشکلاتو ته تسليم نه شوې او ورځ تر بلې يې چارې پرمختګ کوي.))
نوموړې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د متشبثو مېرمنو د چارو پراختيا برخه کې همکاري وکړي.
۳۵کلنه فېروزه د بلخ ولايت، بلخ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په خپله سيمه کې د صابون جوړولو يوه کارخونه لري.
هغې پژواک ته وويل، چې يو نيم کال وړاندې يې په يواځې ځان او د څلور زره افغانيو په بوديجې د صابون جوړولو کاروبار پيل کړ.
د مېرمن فېروزې په خبره، خو اوس د يو نيم کال په تېرېدو سره د دې تر څنګ پنځه نورې کليوالې مېرمنې هم ورسره شريکې دي او په ګډه د صابون توليدات کوي.
هغه وايي: (( ما له صفر نه پيل وکړ، خام مواد به مې بازار کې اخيستل او صابون به مې جوړاوه، بيا به مې په دوکاندارنو ګرځاوه څو يې راته خرڅ کړي؛ خو اوس حالت ښه دی، قرارديان لرو، چې توليدات وکړو نو هغوی راځي او په خپل کور کې يې رانه اخلی)).
دغه صنعتکاره مېرمن زياتوي، چې وروستيو نا امنيو يې څه نا څه چارې ټکنۍ کړي خو زياته يې کړه، چې دوی خپل کار ته دوام ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن