مزارشريف ( پژواک، ۱۱لړم ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کليوالي ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د ښځو د اقتصادي پراختيا موسسې په همکارۍ د دوو ورځو لپاره د ليدونکو پرمخ پرانيستل شوی دی.
په بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختيا موسسې يوې مسوولې نوريه ندا د لړم په ۱۱مه، پژواک ته وويل، چې په دغه نندارتون کې تر ډېره هغو مېرمنو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، چې په لرې ولسوالیو کې پر صنعتي چارو بوختې دي.
هغې زياته کړه، چې له دې سره به صنعتکارو مېرمنو ته زمينه برابره شی؛ څو خپلو توليد شويو توکو ته بازار موندنه وکړي.
مېرمن ندا وويل، چې د کرونا ويروس پر مهال يو شمېر نارينه وو خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې په دغه صورت کې د کورنيو اقتصادي بوج د سوداګرو مېرمنو پر غاړه وو.
دا وايي : (( له يوې خوا کرونا او بل لور ته نا امنۍ د دې سبب شوې، چې په ولسواليو کې زموږ صنعتکارې مېرمنې له يو لړ ستونزو سره مخ شي؛ خو مهمه دا ده چې دوی دغو مشکلاتو ته تسليم نه شوې او ورځ تر بلې يې چارې پرمختګ کوي.))
نوموړې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د متشبثو مېرمنو د چارو پراختيا برخه کې همکاري وکړي.
۳۵کلنه فېروزه د بلخ ولايت، بلخ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په خپله سيمه کې د صابون جوړولو يوه کارخونه لري.
هغې پژواک ته وويل، چې يو نيم کال وړاندې يې په يواځې ځان او د څلور زره افغانيو په بوديجې د صابون جوړولو کاروبار پيل کړ.
د مېرمن فېروزې په خبره، خو اوس د يو نيم کال په تېرېدو سره د دې تر څنګ پنځه نورې کليوالې مېرمنې هم ورسره شريکې دي او په ګډه د صابون توليدات کوي.
هغه وايي: (( ما له صفر نه پيل وکړ، خام مواد به مې بازار کې اخيستل او صابون به مې جوړاوه، بيا به مې په دوکاندارنو ګرځاوه څو يې راته خرڅ کړي؛ خو اوس حالت ښه دی، قرارديان لرو، چې توليدات وکړو نو هغوی راځي او په خپل کور کې يې رانه اخلی)).
دغه صنعتکاره مېرمن زياتوي، چې وروستيو نا امنيو يې څه نا څه چارې ټکنۍ کړي خو زياته يې کړه، چې دوی خپل کار ته دوام ورکوي.
د بلخ ولسوالۍ دغه اوسېدونکې له حکومت څخه غواړي، چې د ښارونو تر څنګ د کليوالي مېرمنو د ژوند او اقتصاد ښه کېدو لپاره پاملرنه او پانګونه وکړي.
د نهر شاهي ولسوالۍ يوې اوسېدونکې مېرمن ربابې پژواک سره خبرو کې خوښي وښوده، چې د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره يې نندارتون جوړ شوی.
هغې زياته کړه، چې دوی ډېری وخت توليدات لري؛ خو لا يې هم خلک په اړه معلومات نه لري.
نوموړې زياتوي، چې حکومت او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او صنعت وزارت بايد د مېرمنو د لاسي صنايعو د معرفي کېدو په خاطر تبلیغاتي چارې زياتې کړي.
هغې وويل، چې عام خلک بايد د بهرنیو توکو پر ځای د اړتيا پر مهال هغه توکي وپېري چې په کور دننه تولېدېږي.
په بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختيا موسسې مسوولين وايي، چې هڅه یې دا ده څو له صنعتکارو مېرمنو سره د هغوی توليداتو ته د بازار موندنې برخه کې مرسته وکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









