کابل (پژواک) ـ د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۹۸،۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د وارداتو ارزښت شپږ میلیارده او ۶۵۶،۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې ادارې د روان ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د دې ارقامو له مخې د صادراتو ارزښت ۵۹۸٫۵ میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۶۵۶٫۶ میلیون ډالرو ته رسېږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صادراتو ارزښت ۷۲۴٫۲ میلیون ډالرو ته رسېده چې روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۱۲۵٫۷ میلیون ډالره کموالی راغلی دی.
سرچینې زیاته کړې، همدارنګه د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وارداتو ارزښت ۶ میلیارد او ۵۴۰٫۳ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په وارداتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۶٫۳ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو کې وچه او تازه مېوه د صاداراتي توکو په ډله کې د ۲۲۳٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري، ورپسې طبي بوټي د ۱۳۶٫۹ میلیون ډالرو، معدني مواد د ۳۲٫۱ میلیون ډالرو او تخمونه د ۱۲٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت کې راځي.
یادې ادارې ویلي چې په یاده موده کې د هېواد وارداتي توکو له ډلې روغنیات او نفتي مواد د یو میلیارد او ۳۹۹٫۰ ډالرو په ارزښت، ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۷۶۵ میلیون ډالرو، فلزات او فلزي محصولات د ۶۹۱٫۳ میلیون ډالرو، غنم او د غنمو اوړه د ۵۵۴٫۰ میلیون ډالرو او نباتي غوړي د ۲۴۰٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت دویم، درېیم، څلورم او پنځم ځای خپل کړی دی.
د احصایې او معلوماتو د ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په یاده موده کې وچه او تازه مېوې ۳۷٫۳ سلنه او طبي بوټي د ۲۲٫۹ سلنې په درلودو د هېواد په صاداراتو کې تر ټولو زیاته ونډه لري.
دغه راز نفتي مواد او روغنیات د ۲۱ سلنې او ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۱۱٫۵ سلنې په درلودو د هېواد د وارداتو تر ټولو زیاته برخه جوړوي.











