کابل (پژواک) – د هېواد د اقتصاد وزارت وایي چې د دغه وزارت وزیر قاري دینمحمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازي تورهان صالح سره د پراختیایي همکاریو د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د بنسټیزو پروژو پلي کولو په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې قاري دینمحمد حنیف په نوې دنده کې تورهان صالح ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هیله لري د نوموړي کاري تجربې د پراختیایي همکاریو په پراختیا او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په هواري کې اغېزمنې تمامې شي.
د اقتصاد وزیر په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت، امنیت ټینګښت، د پراختیایي پروژو پلي کېدو، د کورنیو تولیداتو زیاتوالي او د افغانۍ ارزښت ثبات ته په اشاره ویلي چې د بندیزونو دوام، د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمو کنګل پاتې کېدل، د ملګرو ملتونو له لوري د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندل او د نړۍوالې ټولنې د پراختیایي مرستو بندېدل د هېواد د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې له مهمو ننګونو دي.
نوموړي دغه راز اقلیمي بدلونونه او د کډوالو پراخ راستنېدل پر خلکو د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدو لاملونه بللي او د راستنېدونکو په استوګنیزو ښارګوټو کې یې د سرپناهوو، سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو رسولو شبکو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
حنیف ویلي چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کول کولای شي د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د کورنیو عوایدو زیاتوالي، د بېوزلۍ کمېدو او دوامدارې اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
په دې لیدنه کې دغهراز د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو، په ځانګړې توګه د برېښنا انرژۍ د تولید او د اوبو سرچینو د مدیریت په اړه هم خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استوګن استازي تورهان صالح په تېرو پنځو کلونو کې د سرپرست حکومت د اقتصادي لاستهراوړنو ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د دغه بنسټ د پراختیایي همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
نوموړي دغه راز د نشهیي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د پراختیایي پروژو د پلي کولو، د چکډیمونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د پیل او له کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټوره د ملاتړ په برخو کې د یاد بنسټ د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.
د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو په افغانستان کې د پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د دوامدارې اقتصادي ودې د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ پر پراختیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.










