ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندز د ولایت مقام په انګړ کې چاودنې څو کسان ټپیان کړي

د کندز د ولایت مقام په انګړ کې چاودنې څو کسان ټپیان کړي

author avatar
1 Nov 2020 - 18:54
د کندز د ولایت مقام په انګړ کې چاودنې څو کسان ټپیان کړي
author avatar
1 Nov 2020 - 18:54

کندوز ښار(پژواک،۱۱ لړم ۹۹): سرچینې وايي چې د کندز د ولایت مقام په انګړ کې چاودنې څو کسان ټپیان کړي او زیانونه یې اړولي دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، څو شېبې مخکې د کندوز ولایت د مقام په انګړ کې یوه چاودنه وشوه.

هغه زیاته کړه چې ښايي دغه چادونه د طالبانو د بې پیلوټه کوچنۍ الوتکې په وسیله ترسره شوې وي.

د یادونې وړ ده چې امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د کندوز د ولایتي روغتون یوه ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط وېیلي چې د ولایت له مقامه تر اوسه اته ټپیان د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

خو هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

په دې اړه نور جزیات به وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.