دويم تعقيب-کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل پوهنتون په بريد کې ۲۲ کسان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.
نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې يو شمېر وسله والو کسانو لومړى د کابل پوهنتون مخې ته چاودنه وکړه او بيا پوهنتون ته داخل شول.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې وسله وال د حقوقو پوهنځي د ستاژ برخې ته ننوتلي وو، يو شمېر محصلين يې برمته کړي او بيا يې له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې له شپږو ساعتونو جګړې وروسته د کابل پوهنتون بريد د درېيو بريدګرو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېد.
هغه وايي، په خواشينۍ سره په دې پېښه کې ١٩ کسان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.
ارين زياتوي چې وسله والو يو شمېر محصلين برمته کړي وو، نو ځکه امنيتي ځواکونه په احتياط پرمخ روان وو.
په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت وياند اکمل سمسور وايي چې له يادې پېښې ۲۲ جسدونه او ٢٢ ټپيان د کابل ښار روغتونونو ته انتقال شوي دي.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پر کابل پوهنتون بريد په دوى پورې اړه نه لري.
د يادونې ده چې يواځې نن د کابل ترڅنګ په پکتيا، بلخ او هلمند ولايتونو کې چاودنې شوي چې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن