کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، د کابل پولیس باید هغه ټکسي موټر چې د مخې سېټ کې دوه کسان کېنوي، ودروي او جریمه یې کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال چې د تلې له ۲۵مې نېټې راهیسې یې د کابل امنیتي مدیریت پر غاړه اخیستی، د دغه مسوولیت له اخیستلو وروسته یې د کابل د امنیت د تامین لپاره نن یې خپله پنځلسمه پرېکړه پر فېسبوکپاڼه خپره کړې ده.
د شنو ساحو د غصب مخنیوی
صالح ویلي چې د امنیتي تدابیرو په پلمه د زرغونو ساحو غصب او تړل د کابل خلکو لپاره رواني شکنجه ده او ښار باید له دې شکنجې خلاص شي.
د سالح په وینا، د مزاحمو او غیرقانوني ودانیو ویجاړول دوام لري او هغه بلدوزر چې په دې موخه یې ګومارلي، قوم، سمت، ژبه، سیاسي او شخصي سلیقې نه پېژني.
د ټکسی موټرو د مخې سېټ کې دې نور دوه کسان نه کېنول کېږي
د ولسمشر لومړی مرستیال وایي: «د کابل پولیس هغه ټکسي موټر چې د مخې په سېټ کې دوه کسان کېنوي، دروي او جریمه کوي یې، د دې جریمه یوه برخه دا ده چې له موټر څخه به یې د څو ورځو لپاره د ښاروالۍ او پولیسو د ګزمو لپاره ګټه اخیستل کېږي.»
د خلکو د ځورونې په تور ۱۲ کسان نیول شوي
دغه راز هغه وایي، هغوی چې په باغ داوود سیمه کې به یې سواګر ځورول او خپل سری پاټک یې جوړ کړی و، بالفعل نیول شوي دي او دغه ۱۲ کسانو ته به د خپلو عملونو جزا ورکول کېږي.
login or register a new account.