ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسدالله خالد او سکاټ مېلر د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه کندهار ته سفر وکړ

اسدالله خالد او سکاټ مېلر د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه کندهار ته سفر وکړ

author avatar
2 Nov 2020 - 18:40
اسدالله خالد او سکاټ مېلر د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه کندهار ته سفر وکړ
author avatar
2 Nov 2020 - 18:40

کندهار (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹): د هېواد د دفاع وزیر او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر نن له غرمې وروسته کندهار ته سفر وکړ او د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې وارزاوه.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له اسدالله خالد او سکاټ مېلر سره یو شمېر نور امنتیي چارواکي هم ملتیا کوي.

دی وايي، راغلي پلاوي په کندهار هوايي ډګر کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ چې د کندهار والي حیات الله حیات، امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان، د ملي امنیت رییس تورنجنرال نظر شاه خان او یو شمېر نورو مسوولینو په کې ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه، د کندهار والي او نظامي چارواکو په خپلو خبرو کې په کندهار کې په فعاله دفاعي حالت کې د تر سره شوو عملیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې په تېرو څو ورځو کې يې د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د هغوی زور یې اوبه کړی دی.

د ده په خبره، ورپسې د دفاع وزیر اسدالله خالد خبرې وکړې او امنیتي مسوولینو ته یې د امنیتي وضعیت د ښه والي او تامین په برخه کې لارښوونې وکړې.

خالد، ډېر ژر د کندهار د امنیتي وضعیت د تامین ډاډ وړاندې کړ.

د دفاع وزیر اسدالله خالد او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د کندهار ډېرې نږدې ولسوالۍ ارغنداب ته سلګونه وسله وال طالبان راغلل او پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه پيل کړل.

تر تېرې ورځې وسله وال توانېدلي وو چې د دغې ولسوالۍ یو شمېر سیمې ولکه کړي، خو اوس امنیتي ارګانونه وايي چې د دې ولسوالۍ ګڼ کلي یې د وسله والو له شتون څخه پاک کړي او عملیات یې مخ پر وړاندې روان دي.

دوی وايي، په دغو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.