ژبه

د کابل ښار د درېیمې امنيتي حوزې د امر په ګډون ١٣ امنيتي مسوولين ونيول شول

کابل(پژواک، ۱۴ لړم ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل پوهنتون برید په تړاو د بې غورۍ له امله د درېیمې حوزې امرپه ګډون ۱۳ امنیتي مسوولین نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د یادونې ده چې دوه ورځې مخکې د لړم میاشتې په ۱۲ مه درېیو وسله والو کسانو پر کابل پوهنتون ډله ییز برید کړ، چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نورټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارین نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د کابل پوهنتون برید په تړاو د بې غورۍ له امله د ښار د درېیمې حوزې امر، جنايي مدیر، د پوهنتون د ټولي قوماندان په ګډون ۱۳ امنیتي مسوولین نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير مسعود اندرابي ويلي و، په کومه حوزه کې چې امنيتي پېښه رامنځته شي، امر يې له دندې لرې کېږي.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي او دغه برید د ولسمشر محمد اشرف او نورو چارواکو له خوا په سختو ټکو غندل شوی دى.