کابل (پژواک، ۱۶ لړم ٩٩): ولسمشر محمداشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د سولې پروسې او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړو د بشپړولو په اړه خبرې کړې دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر د ملي روغې جوړې عالي شورا له ريیس عبدالله سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسې او د دغې پروسې د ننګونو په اړه خبرې وکړې.
سرچينې لیکلي، په یاده کتنه کې همداراز د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو د بشپړولو په اړه د خبرو پر مهال، د ملي روغې جوړې عالي شورا ريیس عبدالله ایران ته د خپل وروستي سفر په اړه د هېواد ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت او د طالبانو د وروستيو تاوتریخوالو د زیاتوالي په اړه ولسمشرغني او عبدالله ته معلومات ورکړل.
login or register a new account.