کابل (پژواک، ١٦ لړم ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر نږدې ۴۹ ميليونو کسانو ته رسېدلی او له ۳۲ میلیون څخه زیات ناروغان بېرته روغ شوي دي.
د کرونا ويروس چې شاوخوا يوولس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.
د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر نږدې ۴۸ میلیونه، ۶۰۰ زره او ۹۳۰ کسانو ته رسېدلى دى.
دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ۳۲ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون، ۲۳۲زره او ۲۱۴ کسان مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تر اوسه ٤١ زره او ۹۳۵ کسان پر کرونا اخته شوي، ۱۵۵۴ کسان مړه او ٣٤ زره او ۴۴۰ کسان بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن