کابل (پژواک، ۱۶ لړم ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې يې له سوداګريزو موټرو د باج اخيستنې په تور يوه ١١کسيزه ډله نيولې ده
د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو دغه ډله د کابل دروازې د ارغندۍ په سيمه کې چې له سوداګريزو موټرو يې باج اخيسته، د پېچلي تکتيک په ترڅ کې نيولې ده.
خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دغو ١١کسانو په ماهرانه بڼه له سوداګريزو موټرو څخه باج اخيسته چې پوليسو پېژندلي او له اووه کلاشینکوفونو او ده موټرو سره يې نيولي دي.
سرچينه وايي چې تراوسه پورې ددغو کسانو هويت نه دى معلوم خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن