کابل (پژواک، ۱۶ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۴۰ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۹۷۵ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ۱۶مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۳۹۷ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۴۰ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۹۷۵ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۶ په کابل،۴ په بدخشان ،درې په میدان وردګ، دوه – دوه په کندهار، نیمروز او زابل او یوه پېښه په لوګر ولایتونو کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د نوو مثبت شويو پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د اختصاصي موادو د نه شتون له امله په تېرو شپږو ورځو کې د کرونا شکمنې پېښې نه دي ازمايل شوې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۴۴۰ او د مړو شمېر ١٥٥٤ رسېدلی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هیڅوک هم له دغې ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن