کابل (پژواک، ١٨لړم ۹۹): د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د جګړې د دوام او وروستيو تحولاتو په اړه د پاکستان د حقانيه مدرسې د مشر څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان سفارت ته اعتراض کړى دى.
د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر او د جمعیت علماء اسلام ګوند د پخواني مشر مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق د پېښور یوې مدرسې کې د وینا پر مهال ویلي چې طالبانو امریکا ته ماتې ورکړه او اوس دې افغان حکومت هم طالبانو ته تسلیم شي.
هغه یو ځل بیا په افغانستان کې پر جهاد د ټینګار ترڅنګ ویلي چې طالبان د پاکستان د لوېدیځو سرحدونو ساتونکي دي.
د افغانستان حکومت د نوموړي د یادو څرګندونو پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی، لومړى د حج او اوقافو وزارت او بيا پرون د ولسمشر وياند صديق صديقي دا څرګندونې په کلکه وغندلې.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د جګړې د دوام او وروستیو تحولاتو په تړاو د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې د مشر حامدالحق نامسوولانه او له تاوتریخوالي ډکې څرګندونې په کلکو ټکو غندلې او په دې تړاو يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته خپل اعتراض استولی دی.
د ياد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان په اړه د دغه جریان همېشنۍ یو اړخیزې، شخړه پاروونکې او له کرکې ډکې خبرې او څرګندونې تل په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي، په افغانستان او سیمه کې د سخت دریځۍ او تاوتریخوالي نوې څپې راپورته کوي او زموږ د خلکو دښمنانو ته د خوځښت او لازیاتو ورانوونکو فعالیتونو ترسره کولو انګېزه ورکوي."
سرچينې زياته کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د ښې کېدو او غوړېدو په حال کې دي او پاکستان ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر کې به مثبت رول لوبوي؛ دا ډول نامسوولانه څرګندونې د افغانستان د ټولو وګړو احساسات ټپي کوي او د سولې پر بهیر ناوړه او منفي اغېزې ښندي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له اسلامي جمهوریته غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د تأمین په برخه کې خپلو سپارل شوو تعهداتو ته ژمن پاتې شي، د دې ډول ناوړه اعمالو چې د نړیوالو حقونو د اصولو او ښه ګاونډيتوب له نړیوال منل شوي اصل سره ښکاره ټکر لري، مخه ډپ کړي.
افغانستان له پاکستانه غوښتي، اجازه دې نه ورکوي چې دا ډول دښمنې کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور وروستۍ رامنځته شوې فضا له منځه وړلو په موخه، پاروونکي اقدامات ترسره کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ويلي وو چې د پاکستان دینې مدرسې د افغانستان په جګړه او تاوتریخوالي کې مهم رول لري او دا مدرسې د افغانستان د نظام خلاف ناوړه تبلیغ کوي.
صدیقي وایي، افغانستان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دې ډول مدرسو مخه ونیسي؛ ځکه چې دا مدرسې په افغانستان کې د ویجاړیو، تاوتریخوالي او سخت دریخۍ اصلي عاملین دي.
د ولسمشر ویاند ویلي، افغانستان تر اوسه د پاکستان له لوري د سولې او تاوتریخوالي کمولو په تړاو عملي اقدامات نه دي لیدلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن