ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې د نظام ننګه وکړه او اوربند یې وغوښت

د کندهار اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې د نظام ننګه وکړه او اوربند یې وغوښت

author avatar
8 Nov 2020 - 18:09
د کندهار اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې د نظام ننګه وکړه او اوربند یې وغوښت
author avatar
8 Nov 2020 - 18:09

کندهار (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د کندهار بېلابېلو اقشارو د یوې غونډې په جوړولو له جمهوریت، امنیتي سرتېرو او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو ننګه وکړه او د سولې په روانو خبرو کې یې د بېړني دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې نن د لړم په ۱۸مه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دې ولایت لسګونو دیني عالمانو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

ویناوالو د وسله والو وروستي بریدونه په سختو ټکو وغندل او په مقابل کې یې د جمهوریت، امنیتي سرتېرو او تېرو لاسته راوړنو ملاتړ اعلان کړ.

غونډې ته مدني فعال عبیدالله ارغستاني وویل، له هغه وروسته چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پيل شوې په هېواد کې جګړه هم تونده شوې ده.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار، هلمند او اروزګان جګړې یادې کړې چې له سلګونو هېوادوالو یې ژوند اخیستی او زرګونه کورنۍ یې خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې کړې دي.

د ده په خبره، نور دا حالت د زغم وړ نه دی، اخر د اسلام او جهاد په نوم دا وژنې او ناروین به تر کومه روان وي؟

د ده په خبره، خلک د وسله والو دغو مظالمو ته په کتو په هیڅ توګه له هغوی څخه ملاتړ نه کوي، بلکې د خپل نظام او جمهوریت څخه ملاتړ کوي.

دی وايي، ایا مقابل لوری په موجوده نظام کې داسې څه په ګوته کولای شي چې د اسلام خلاف وي؟ هو نیمګړتیاوې به ضرور موجودې وي، خو د حل لاره دا نه ده چې خلک ووژل شي، بلکې دواړه لوري دې د نظام د اصلاح لپاره کار وکړي.

د مولوي محمد شفیع په نوم یوه دیني عالم وویل، وسله وال په خپلو ناروا کړنو نړۍ ته د اسلام بد تصویر وړاندې کوي چې دا لوی جنایت دی.

هغه زیاته کړه: ((ایا وسله وال په پوهنتون کې د محصلینو بې درېغه وژنه توجیه کولای شي؟ ایا هغوی دا توجیه کولای شي چې د کندهار په ارغنداب او نورو ولسوالیو کې خلک مجبور کړل چې له کورونو ووځي او دوی جګړه پیل کړي؟))

د ده په خبره، دا چې د خلکو او د هغوی راتلونکی په موجوده نظام پورې تړلی نو ځکه یې ننګه کوي، تاسې ولیدل چې ارغنداب ته وسله وال راغلل خلک یې له کورونو وایستل خو امنیتي سرتېرو هلته عملیات وکړل او خلک یې بېرته خپلو مېنو ته ستانه کړل.

نوموړی د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره د سولې په روانو مذاکراتو کې د اوربند غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.