ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني ښار کې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په غزني ښار کې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
8 Nov 2020 - 18:49
په غزني ښار کې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
8 Nov 2020 - 18:49

غزني ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٩) : د غزني د والي وياند وايي چې ددغه ولايت د مرکز اړوند پر يوې سيمې د وسله والو د هاوان د يوې مرمۍ د لګېدو له امله ١٣ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .  

د غزني د والي وياند واحد الله جمعه زاده وويل چې دغه مرمۍ نن مازيګر د غزني ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د نو اباد په سيمه کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې لګېدلې ده . 

هغه وايي چې د یادې توغول شوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله اووه کسان  چې پنځه ماشومان او دوه یې ښځي دي وژل شوي او شپږ تنه نور چې څلور ماشومان او دوه نارینه دي ټپیان شوي دي.

دده په خبره، چې ټپیان د غزني په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د نوموړي په وينا چې دا لومړني معلومات دي او کېداى د مرګ ژوبلې په شمېر کې زياتوالى راشي.

د یادولو ده، دا لومړی ځل نه ده چې وسله وال  پر دغې سيمې د هاوان مرمۍ توغوي، بلکې تر دې وړاندې هم  څوځله  داسې پېښې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.