ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د دوحې تړون د افغان شخړې د هواري لپاره اغېزناکه لاره ده

طالبان: د دوحې تړون د افغان شخړې د هواري لپاره اغېزناکه لاره ده

author avatar
10 Nov 2020 - 13:40
طالبان: د دوحې تړون د افغان شخړې د هواري لپاره اغېزناکه لاره ده
author avatar
10 Nov 2020 - 13:40

کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩) : وسله والو طالبانو د امريکا د ټاکنو په تړاو په خپله رسمي اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو او ښه راتلونکي په اړه خورا ښه وثیقه ده.

د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې دډېموکراتانو کانديد جو بايډن اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې ده، چې د ٢٠٢١ زيږديز کال د جنورۍ په ٢٠مه، د لوړې مراسم ترسره کړي.

وسله والو طالبانو درې ورځې وروسته د امريکا د ولسشمريزو ټاکنو د پايلو او ددغه هېواد د نوي حکومت په تړاو رسمي غبرګون ښودلى دى.

د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په امریکا کې ټاکنې او د چارواکو بدلون د امریکا کورنۍ موضوع ده.

سرچينې زياته کړې، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د دواړو لوريو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو او ښه راتلونکي په اړه خورا ښه وثیقه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان له خپلې خوا د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر او راتلونکي نوي حکومت ته یادونه کوي چې د دوحې تړون عملي کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د معقول حل ښه او اغېزمنه لاره ده.

طالبانو ويلي، له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، په افغانستان کې نه مداخله، همدا ډول د افغانستان له خاورې څخه د امریکا پر ضد نه استفاده، د دواړو ملتونو او هېوادونو په ګټه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي : "موږ توافقنامې ته ژمن يو او د افغانستان د شخړې د حل لپاره یې ښه اساس ګڼو او دې ته ترجیح ورکوو چې داخلي ستونزه هم د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حل شي. "

طالبانو ويلي، چې دوى په راتلونکي کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.

د دوى په وينا، د امریکا راتلونکي ولسمشر او حکومت ته په کار ده چې هغو جنګ غوښتونکو کړیو، اشخاصو او جهتونوته متوجه وي چې روان جنګ جاري ساتل غواړي، امریکا لا هم په جګړه کې ښکیله ساتي او د جګړې په جریان کې خپلې شخصي ګټې لټوي او د خپل قدرت د بقا هڅه کوي.
د يادونې ده، چې د ١٣٩٨ لمريز کال د کب په ١٠مه، په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شوى و، چې له مخې يې امريکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسي.

ولسمشر اشرف غني د امريکا نوي ولسمشر ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ هيله څرګنده کړې، چې ددواړو هېوادونو ستراتېژۍ ته ادامه ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.