منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۸ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کافا سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له ترکمنستان سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له ترکمنستان سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د هېواد د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو کې نن له ترکمنستان سره لوبه کوي.

یاده سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې په تاجیکستان کې ترسره کېږي.

د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجیکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلې په کې ګډون لري.