هرات-ښرنه (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې په هرات او پکتيکا ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې ٢٢ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو له لوري د لړم په ٢١مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله وال طالبان د پشتون زرغون ولسوالۍ په ده شيخ سيمه کې سره را ټول شوي وو.
سرچينه وايي چې افغان ځواکونو پر يادې غونډې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ١١ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دغه جګړه کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د پشتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکي محمد فهيم پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ له مرکز پرته په نورو ټولو سيمو کې وسله وال طالبان ځاى پرځاى شوي دي.
هغه وايي: ((دلته وضعيت ډېر خراب دى که پر طالبانو چاڼيز عمليات و نه شي امکان لري چې د ولسوالۍ پر مرکز هم بريد وکړي.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آرين پژواک ته وويل چې تېره شپه د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
ده وويل چې په ياده جګړه کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي عزت خان پژواک ته وويل چې تېره شپه د ولسوالۍ شمال لورته د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
دى وايي چې د يادې جګړې له امله د طالبانو يو موټر هم سوځېدلى او سيمه کې پاتى دى.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.