کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩): د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د کارولو ادعا رد کړې او ويلي یې دي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو پلاوى دې په افغانستان کې ترهګري، بريدونه او د پاکستان ادعاوې وڅېړي.
د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار پرون د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د هند استخبارات د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې ترهګريز بريدونه ترسره کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لړم په ٢٥مه په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان یاد تورونه رد کړي او بې بنسټه یې بللي دي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “یو ځل بیا ټينګار کوو چې موږ د ترهګرۍ د یوه عمده قرباني هېواد په توګه په ټوله نړۍ کې د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې له توپير پرته مبارزې ته ژمن یو او هېڅکله د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې دې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانکارو فعالیتونو لپاره کار واخیستل شي. “
سرچينې زياته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی چې افغانستان د ګډو ګټو پر بنسټ، د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې پر محور بدل شي او په سیمه کې د امنیت د تامین او اقتصادي هوساینې په برخه کې خپل رغنده رول ادا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یاد رسنیز کنفرانس د ویډيو له هر اړخیزې کتنې او ارزونې وروسته، دا ادعا چې ګواکې د ننګرهار یو قومي مشر ملک فریدون (خان مومند) د پېښور د کرنې پر پوهنتون ترهګریز برید کې لاس درلود، بې بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلک به د ترهګرۍ د تر ټولو ستر قرباني په توګه، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د ترهګرو د مالي، تجهیزاتي سرچینو د له منځه وړو او د ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره، د نړیوالو هڅو همغږۍ ته دوام ورکړي او په دې برخه کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو له ژمنتیا او همکاریو ملاتړ او هرکلی کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د حقایقو روښانه کېدو په موخه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دغه سازمان د عمومي غونډې او امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر بنسټ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره یو نړیوال باصلاحیته پلاوی وټاکل شي څو د افغانستان په خاوره کې د بریدونو او ترهګرۍ عاملین تشخیص کړي او د پاکستان دولت ادعاوې هم په جدي او مسوولانه توګه وڅېړي.
سرچينې زياته کړې: “په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په همدې اوونۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر د ښه راغلاست او کتنې لپاره چمتووالی نیسي، زموږ تمه دا وه چې پاکستاني لوری د دواړو هېوادونو ترمنځ د (APAPPS) په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو د شته میکانیزمونو له لارې د علاقې او بحث وړ مسایل مطرح کړي. “
ټاکل شوې ده د پاکستان لومړى وزير عمران خان راتلونکې پنجشنبې کابل ته رسمي سفر وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن