ژبه

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۲۶ پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۲۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۸۹۵۲ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په ۲۲مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۰۶۰ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۱۲۶ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۸۹۵۲ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۴۱ کسان په کابل، ۱۸ په تخار، ۱۳،١٣ په میدان وردګو او خوست، ۱۰– ۱۰ په بلخ او ننګرهار ۶ په لغمان، ۴، ۴ په کونړ او جوزجان، دوه – دوه په اروزګان، پکتیا او نورستان او یوه هم په سرپل کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۶۲ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٨۳۲۸ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۱۱ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۱۹۶۰ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع