کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې ٢٥٠٠ شمېرې ته د خپلو سرتېرو د کمولو پر پلان يې کار پيل کړى، خو له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.
د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر دا څرګندونې نن دليندۍ په ٢٣مه، په کابل کې له افغان خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، د امريکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې، د خپلو سرتېرو پر کمولو لګيا دي او د مشرتابه د نوي اعلان له مخې، اوس تر راتلونکې مياشتې پورې د خپلو سرتېرو شمېره ٢٥٠٠ تنو ته راکموي.
جنرال مېلر وايي، تر دې مخکې دوى د سرتېرو شمېره ٤٥٠٠ ته راټيټه کړې وه.
خو نوموړي وويل چې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته به هم ادامه ورکوي، څو د هغوى وړتياوې زياتې شي.
د ناټو قوماندان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده، طالبان بايد تاوتريخوالى کم کړي او په دې اړه په بېلا بېلو برخو کې بحثونه هم شوي، څو تاوتريخوالى کم کړاى شي.
د هغه په وينا، کله چې تاوتريخوالى زياتيږي، نو افغانان يې لوړه بيه پرې کوي، ځکه هڅه کېږي څو تاوتريخوالى صفر ته راټيټ شي.
جنرال سکاټ مېلر وايي، د سولې لپاره يو فرصت رامنځته شوى چې بايد له دې څخه استفاده وشي.
ده زياته کړه چې له افغانستان څخه ددوى د ځواکونو وتل په حالاتو پورې منحصر او مشروط دي او طالبان بايد د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.
د طالبانو له خوا د اووه زره نورو بنديانو خوشې کولو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو قوماندان وويل، دا په سياسي پروسې پورې تړاو لري چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي يې په اړه خبرې وکړي.
جنرال مېلر وويل، دوى د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او هر چېرې چې اړتيا وه، له هغوى څخه به دفاع کوي.
هغه د يوې پوښـتنې په ځواب کې وويل چې په افغانستان کې اوس هم د القاعدې خوځښتونه شته دي .
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن