ميمنه (پژواک، ٢١ مرغومی ٩٩): د فاریاب امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال په یوه کلینیک کې د ډېرو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د فاریاب امنیه قوماندان جنرال غیب الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د المار لپاره د طالبانو ولسوال ملا محمد نادر فیضي څلور شپې مخکې پر المار ولسوالۍ د برید پر مهال له خپلو پنځو کسانو سره ټپي شوی و.
سرچینی زیاته کړه چي داملا نادر فيضي تېره شپه د پښتونکوټ ولسوالۍ د خواجه موسی روغتیایي کلینیک کې ساه ورکړه.
طالبانو هم تایید کړې چې داملا نادر تېره شپه اته نیمې بجې مړ شوی دی.