ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر ٢٤ ساعتونه په ۱۷ ولايتونو کې د کرونا ۸۳ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
26 Dec 2020 - 14:43
author avatar
26 Dec 2020 - 14:43

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۸۳ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۱۸۴۷ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې راغلې چې د مرغومي په ښپږمه د عامې روغتيا وزارت له لوري رسنیو ته لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۹۷۸ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۸۳ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۱۸۴۷ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا په تازه پېښو کې ۲۵ په کابل، ۱۲ په پکتیکا، ۷ په تخار، ۷ په نیمروز، ۶ په بغلان، ۵ په پکتیا، ۳ په هلمند، ۳ په کاپیسا، ۲-۲ په کندهار، بلخ، پروان، خوست، ارزګان، فاریاب او ۱-۱ هم غزنی، بدخشان او لوګر ولایتونو کی ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۶۰ کسان له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۱۰۱۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۱۰ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۱۵۸ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.