ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې یو کس د وسلو او مهماتو پلور په تور نیول شوی

author avatar
29 Dec 2020 - 15:39
author avatar
29 Dec 2020 - 15:39

چاریکار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۹): په پروان کې د امنیتي سرتېرو د همغږۍ مرکز په دغه ولایت کې د «ام شانزده امریکايي» مرمیو په ګډون د وسلو او مهماتو پلور په تور د یو کس د نیولو خبر ورکوي.

په پروان کې د امنیتي سرتېرو همغږۍ مرکز قوماندان محمد حامد نیازي وویل، نیول شوی کس رامین نومېږي او د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ د قلعه کهنه اوسېدونکی دی.

هغه زیاته کړه چې رامین نن سهار (د مرغومي نهمه) ‌په قلعه کهنه سیمه کې په داسې حال کې نیول شوی چې د ام شپاړس امریکايي وسلې ۱۶۰۰ مرمۍ، څلور لاسي بمونه، یوه میکاروب تومانچه او یو کلاشینکوف په یوه موټر کې نامعلوم ځای ته لېږدول.

نوموړي وویل، رامین په څېړنو کې خپل جرم (د وسلو پلور) منلی دی.

نیازي وویل، نیول شوی کس د ډېرو څېړنو لپاره د پروان مرکز ته انتقال شوی دی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.