کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د جرمونو نړۍوالې محکمې له لوري د اسلامي امارت د څلورو چارواکو د نیولو د حکمونو علني کېدو غبرګون کې ویلي چې افغانستان دغه محکمه او د هغې دریځونه نه مني.
د جرمونو نړۍوالې محکمې نن اعلان وکړ چې د افغانستان د وضعیت په تړاو یې د اسلامي امارت د مشر شيخ هبتالله اخندزاده، د سترې محکمې د ريیس شيخ عبدالحکیم حقاني، د پوهنې د وزیر مولوي حبیبالله اغا او د لوړو زدهکړو د وزیر مولوي ندامحمد ندیم د نیولو حکمونه علني کړي دي.
مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان د «نړۍوالې محکمې» په نوم هيڅ محکمه نه مني او د هغې دریځونو ته ارزښت نه ورکوي.
هغه زياته کړې: «له نېکه مرغه، د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو داسې هيڅ عمل نه دی ترسره کړی چې د کومې محکمې له خوا د نیول کېدو یا سزا ورکولو مستحق وګرځي.»
د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت مشران د اسلامي شریعت او د هغه د محکمو د احکامو پابند دي، نه د استخباراتي ادارو او «تش په نوم محکمو.»
مجاهد له دغو بنسټونو غوښتي چې له خپل واک او قضایي صلاحیت څخه بهر ادعاوې ونه کړي، څو خپل حیثیت او اعتبار وساتي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې د معلوماتو له مخې، د ا.ا د مشر شيخ هبتالله اخندزاده او شيخ عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه او د مولوي حبیبالله اغا او مولوي ندامحمد ندیم د نیولو حکمونه د همدغه کال د سپټمبر په نهمه صادر شوي وو او د اکټوبر په پنځمه یې جزئیات علني شول.
د یادونې ده، د جرمونو نړۍوالې محکمې تېر کال هم د اسلامي امارت د مشر شيخ هبتالله اخندزاده او د سترې محکمې د ريیس شيخ عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړي وو؛ هغه مهال هم د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې افغانستان د «نړۍوالې محکمې» په نوم هيڅ بنسټ نه پېژني او نه ورته ژمنتیا لري.
مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي