منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۲ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

پکتیکا کې د سرو زرو موندلو په موخه د قبرونو سپړلو په تړاو څلور کسان نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل

ښرنه (پژواک)- د پکتیکا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې یې څلور کسان د سرو زرو موندلو په موخه د قبرونو سپړلو پر مهال نیولي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د ښرنې ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د مسواس په سیمه کې د قبرونو د سپړلو پر مهال نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې له نیول شویو کسانو یو “اډروېټ ماشین”، یو کولنګ، د خاورو پاکولو یوه اله، یو موټر، څلور موبایل ټیلیفونونه او یو شمېر نور اړوند وسایل هم ترلاسه شوي دي.