ژبه

لښکرګاه (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٩): امنيتي مسوولينو د هلمند په مرکز او دوه ولسواليو کې د ٥٠ طالبانو د وژلو او اتو نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه.

د ملي دفاع وزارت د مرغومي په ١٣مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هلمند په مرکز لښکرګاه، ګرمسير او ناوې ولسواليو کې امنيتي ځواکونو د طالبانو پر پټنځايونو عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د يوې سل کسيزې ډلې د قوماندان په ګډون ٥٠ تنه وژل شوي او اته نور يې ټپيان شوي دي.

دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول نواب شاه ځدراڼ پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې په ناوه، ګرمسير، نادعلي ولسواليو او د مرکز لښکرګاه په بشران سيمه کې پر طالبانو عمليات کړي دي.

هغه وايي: ((طالبان په دې سيمو کې را ټول شوي وو ترڅو پر امنيتي ځواکونو د بريدونو پلانونه جوړ کړي، خو په خپله و وژل شول.))

دى زياتوي چې د يادو عملياتو پرمهال د طالبانو د سل کسيزې ډلې د قوماندان مولوي عبدالسلام په ګډون ٥٠ تنه وژل شوي او د درې ماين اېښودونکو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو او ځينو نورو سيمو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

ورته موضوع