ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکچي پلاوی د سولې دویم پړاو خبرو لپاره قطر ته ولاړ

author avatar
5 Jan 2021 - 11:07
author avatar
5 Jan 2021 - 11:07

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومى ۹۹): له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوی نن له غرمې مخکې د سولې د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته ولاړ.

ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی تېره ورځ قطر ته ولاړ شي، خو اړوندو سرچینو یې تخنیکي ستونزې په تګ کې د ځنډ لامل بللې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې له شاوخوا اتيا ورځو بحثونو وروسته د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وکړه او بیا یې له مشرانو سره د سلا مشورو لپاره درې اوونۍ خبرې درولې وې. ټاکل شوې وه چې د سولې دویم پړاو خبرې نن (د مرغومې ۱۶مه) پیل شي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون پژواک خبري اژانس ته وویل چې له غیرت بهير پرته، د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ټول غړي نن (د مرغومې ۱۶مه) دوحې ته ولاړل.

غیرت بهیر د حزب اسلامي په استازیتوب د دغه پلاوي غړی ټاکل شوی، خو د سولې په لومړي پړاو خبرو کې یې هم ونډه نه لرله؛ ځکه چې دغه ګوند د سولې پر روانې پروسې نیوکې لري.

له کابله د سولې مرکچي پلاوی په داسې حال کې نن قطر ته ولاړ چې پرون ماښام ناوخته د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره له ليدنې وروسته دوحې ته تللی و او نن کابل ته راغلی دی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.