ژبه

افغانستان د سولې پروسې بريالیتوب لپاره د نړيوال ملاتړ جلبولو کمپاين پيل کړ

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٩): د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي چې د سولې پروسې بريالتیوب په موخه د سيمه يیزې او نړيوالې اجماع رامنځته کولو او ملاتړ ترلاسه کولو په موخه يې کمپاين پيل کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې لړ کې د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر له تېرو څو ورځو راهيسې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د ملګرو ملتونو له استازې او يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د ويډيو او ټيلېفون له لارې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه چې دغه اړيکې قطر ته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوي له سفر وروسته دغه کمپاين پيل شوى دى.

هېواد وايي، له دې اړيکو او کمپاين موخه د سولې پروسې او مذاکراتو بريا، د خلکو او دولت غوښتنو تامينول، د اوربند رامنځته کول او د تاوتريخوالي کمول دي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې خپل لومړيتوبونه ترلاسه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې حنيف اتمر تر اوسه د امريکا او ملګرو ملتونو د استازو ترڅنګ د اندونيزيا، ناروې، هندوستان، کاناډا، اسټراليا او ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره هم اړيکې نيولې دي.

هغه وويل چې دا اړيکې او خبرې اترې به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکمنستان بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف پرون کابل ته راغلى او له افغان چارواکو سره يې په سولې خبرې اترې پيل کړې دي.