مزارشريف (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په لومړي ځل يوې مېرمنې په خپلې شخصي پانګونې د تازه ګلانو پلورنځی پرانيست.
د تازه ګلانو په ياد پلورنځي کې بېلابېل ډوله سلګونه ګلان د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي دي.
د ګلانود دغه پلورنځي مسووله ناهيده پدرام وايي چې دمګړۍ د دې په ګډون درې مېرمنې په ياد پلورنځي کې کار کوي.
هغې د مرغومي په ۲۰مه پژواک ته وويل چې وړاندې تر دې د نقاشۍ په هنر مصروفه وه.
مېرمن پدرام زياتوي چې د ژمي موسم پر مهال مزارښار کې د تازه ګلانو پلورنځی نه وو او زياتوي چې دې وغوښتل دغه تشه ډکه کړي.
د هغې په خبره، ډېری دغه ګلان په ژمي کې د کورونو او ودانيو دننه ساتل کېږي او ترڅنګ يې ځوانان کولای شي خپلو ملګرو او دوستانو ته يې د تحفې لپاره وپېري.
نوموړې د سولې روانو خبرو ته په اشارې وويل چې مذاکره کوونکي اړخونه بايد په افغانستان کې د مېرمنو زده کړو او سوداګرۍ په برخو کې شته ازادي محدوده نه کړي.
د هغې په وينا، افغان مېرمنې هيله لري چې د سولې په راتلو او د جګړې پای ته په رسېدو سره به ښځو ته د لا پرمختګ زمينه برابره شي.
مزارشریف کې د تازه ګلانو د پلورنځي مسووله وايي چې دمګړی يې پر خپل دغه کاروبار يوسل او پنځوس زره افغانۍ لګښت کړی او پلان لري چې راتلونکې کې به پراختیا ورکړي.
د مزارشريف اوسېدونکې صيفوره چې د تازه ګلانو د دغه پلورنځي ليدو ته راغلې وايي چې د افغان مېرمنو نوښتونه د قدر وړ دي.
هغې پژواک ته وويل چې د ګلانو د دغه پلورنځي په پرانيستلو سره اوس د دې په څېر سلګونه ځوانان کولای شي چې خپلو دوستانو ته تازه ګلان په تحفه کې ورکړي.
هغه وايي: ((د ژمي له خوا د مزار موسم ډېر سوړ وي، نو د تازه ګلانو موندل ډېر ستونزمن وي، ډېری وخت به موږ خپلو دوستانو ته د هغوی د کليزې په مناسبت مصنوعي ګلان د تحفې په شکل ورکول؛ خو اوس ښه شو چې د تازه ګلانو د خرڅلاو يو مرکز مو وموند)).
مېرمن صيفوره زياتوي چې که افغان مېرمنو ته فرصت ورکړل شي، نو کولای شي چې د نارينه وو تر څنګ د کورنيو د اقتصادي اړتياوو په پوره کولو کې پوره نقش ولوبوي.
د بلخ د ښځو چارو رييسه مېرمن شهلا حديد وايي چې په وروستيو میاشتو کې مزارشريف کې د سوداګرۍ برخې ته د مېرمنو پاملرنه او لېوالتیا زياته شوې ده.
د هغې په وينا، افغان مېرمنې له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا کېدو په خاطر بايد د سوداګرۍ په برخه کې نوښتونه وکړي.
مېرمن حديد وويل: ((دا د وياړ ځای دی چې په داسې حساسو او نا امنو شرايطو کې زموږ ځوانان، په ځانګړي ډول نجونې د اقتصادي ګټو وټو په خاطر پر يو شمېر چارو لاس پورې کوي چې هم يې ځان او هم يې خلکو ته ګټه رسېږي.))
نوموړې وايي چې په مزارشريف ښار کې زيات شمېر مېرمنې په وړو او لويو سوداګريو بوختې دي چې ۲۳۵ تنه يې د بلخ له ښځو چارو رياست سره راجستر دي.
د بلخ د ښځو چارو رييسه هم وايي چې افغان مېرمنې نه غواړي څو د دوو لسيزو پخواني حالت ته يو ځل بيا ورستنې شي.