ژبه

امریکا پر څلورو هېوادونو د څه باندې ۸.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور تصویب کړی

کابل (پژواک، ۱۲ ثور ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د څه باندې ۸.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پر اسرائیلو، قطر، کویټ او متحده عربي اماراتو د پوځي وسلو پلور تصویب کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د وسلو د پلور دغه معاملې له اسرائیل، قطر، کویټ او متحده عربي امارات سره شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه اقدام دلیل اضطراري حالت بللی او له همدې امله یې د دغو معاملو لپاره د کانګرس د عادي ارزونې بهیر لغوه کړی دی.

د راپور له مخې، د دغو هوکړو په چوکاټ کې قطر ته د «پاټریوټ» هوايي دفاعي سیسټم د بیارغونې خدمات د ۴.۰۱ میلیارد ډالرو په ارزښت وړاندې کېږي او همدارنګه د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت پرمختللي وسلو سیسټمونه هم په دې بسته کې شامل دي.

همدارنګه، پر کویټ د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د جنګي قوماندې سیسټم او پر اسرائیلو او متحده عربي اماراتو ته هم د ورته سیسټمونو پلور تصویب شوی دی.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه نهمې اونۍ ته داخله شوې او له څو اونیو راهیسې یو نازک اوربند هم ټینګ شوی دی.