ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که تښتول شوى عبدالرووف ژر را خوشې نه شي طالبانو ته به مراجعه وکړو”

“که تښتول شوى عبدالرووف ژر را خوشې نه شي طالبانو ته به مراجعه وکړو”

author avatar
18 Jan 2021 - 17:19
“که تښتول شوى عبدالرووف ژر را خوشې نه شي طالبانو ته به مراجعه وکړو”
author avatar
18 Jan 2021 - 17:19

مزارشريف (پژواک،۲۹ مرغومی ۹۹): بلخ ولايت کې د نهه کلن عبدالرووف د کورنۍ غړي او خپلوان وايي که نوموړی ژر تر ژره د تښتوونکو له منګولو راخلاص نه شي؛ نو دوی به د پراخو مدني حرکتونو او لويو لارو تړلو ترڅنګ طالبانو ته هم مراجعه وکړي.

نهه کلن عبدالرووف نږدې درې مياشتې وړاندې له مزارشريف څخه هغه مهال وتښتول شو، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روان وو.

د دغه ماشوم له تښتول کېدو کابو يوه مياشت وروسته د افغانستان د ترکمنانو ټولنيزې شورا او د عبدالرووف کورنۍ له خوا د بلخ ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه ودرول شوه.

د تحصن خېمې له درېدو څو ورځې وروسته، معترضينو په بلخ کې د حيرتان بندر او په فارياب کې د آقينې بندر لويې لارې هم د څه مودې لپاره وتړلې؛ خو وروسته يې بيا د يو شمېر سوداګرو په منځګړتوب دغه لارې بېرته پرانيستلې.

دوه ورځې وړاندې د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال رسنيو ته وويل، چې ولسمشر امر کړی، که تښتول شوی ماشوم ژر تر ژره راخوشې نه شي؛ نو د بلخ لوړ رتبه مسوولين به له دندو ګوښه کړي.

اوس په مزارشريف کې د نهه کلن عبدالرووف د کورنۍ غړي او نور معترضين غوښتنه کوي، چې ولسمشر بايد دغه موضوع په جدي ډول تعقيب کړي.

د بلخ ولايت مقام مخې ته د درول شوې تحصن خېمې يوه معترض اسدالله عطار پژواک اژانس ته وويل، چې حکومت تر دې مهاله د عبدالرووف د قضيې په تړاو مسوولانه چلند نه دی کړی.

هغه له ولسمشره مننه وکړه، چې بالاخره يې دغې موضوع ته پام وکړ؛ خو ګيله لري، چې دغه جديت بايد څو مياشتې وړاندې ښودل شوی وای.

اسدالله وويل: (( زموږ ماشوم لا هم د تښتوونکو په لاس کې دی، له ولسمشر غني مننه چې د ماشوم د راخلاصولو برخه کې يې جديت ښودلی؛ خو کاش دا خبر يې پخوا کړې وای، ښايي اوس عبدالرووف راخلاص شوی وای.))

عطار زياته کړه چې دوی روانه اوونۍ مزار کې د پراخو مدني حرکتونو پلان درلود؛ خو په خبره يې چې مرکزي ادارې ترې څو ورځې وخت غوښتی او ژمنه يې کړې چې ماشوم به راخلاصوي.

هغه وايي، که بيا هم ماشوم راخوشې نه شي؛ نو دوی به پراخ لاريونونه پيل کړي.

د تښتول شوي نهه کلن عبدالرووف نيکه حاجي عبدالرحمان پژواک ته وويل چې تښتوونکو په پيل کې د ماشوم د خوشې کېدو بدل کې ترې د يو نيم ميليون ډالرو غوښتنه درلوده.

هغه زياتوي، چې اوس ترې ١،٧ ميليونه ډالر غواړي او ګواښ یې ورته کړی که د روانې اوونۍ تر پايه پيسې ور نه کړو نو بيا به ١،٩ ميليونه ډالر ترې غواړي.

نوموړي زياته کړه: (( زه فکر کوم، چې زما لمسی يې د پيسو په خاطر نه دی تښتولی، ځکه موږ هغوی ته وويل چې له ۴۰ زره ډالرو د ډېرو پیسو وسه نه لرو، خو تښتوونکي يې هر ځل د پيسو اندازه زياتوي.))

د هغه په وينا، حکومت بايد معلومه کړي چې نهه کلن عبدالرووف چا او د کومې موخې لپاره تښتولی دی.

د تښتول شوي عبدالرووف پلار محمد نبي هم پژواک سره په لنډو خبرو کې وويل، چې د دوی فرياد هیچا تر اوسه نه دی اورېدلی.

هغه وويل: ((هېڅ داسې دروازه نه وه چې ما دې نه وي ټکولې؛ خو له بده مرغه چې د  عبدالرووف جان د راخلاصېدو هېڅ څرک نشته، حکومت وعدې کوي خو د عملي اقداماتو پايله يې تر اوسه منفي ده.))

نوموړي زياته کړه چې يواځې يوه لار ور پاتې او هغه دا چې طالبانو ته به مراجعه کوي او له هغوی به د خپل زوی د پيدا کېدو او راخلاصېدو برخه کې مرسته غواړي.

په مزارشریف کې د ترکمن قوم يوه بل قومي مشر محمد ابراهيم پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته اوس يواځې يو انتخاب پاتې او هغه هم طالبانو ته مراجعه کول دي.

هغه زياتوي چې درې مياشتې پرله پسې يې له حکومته د خپل ماشوم د خوشې کولو غوښتنه وکړه؛ خو تر اوسه په دې برخه کې حتی د يوه کوچني پرمختګ څرک هم نه ليدل کېږي.

د دغه قومي مشر په خبره، اوس خلکو تصميم نيولی چې د قومي مشرانو په ملتيا به طالبانو ته ورځو او هغوی نه به مرسته غواړو چې تښتول شوی عبدالرووف راخوشې کړي.

نوموړي وويل چې ولسمشر غني بايد اوس په عمل کې وښيي چې رښتیا هم د ماشوم د راخلاصولو قضيه کې جدي دی که نه.

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي بيا وايي چې د عبدالرووف د پيدا کېدو او راخلاصېدو په موخه په سيمه ييزه او مرکزي کچه د حکومت هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه چې د تېرو درې مياشتو په موده کې څو ځله عمليات شوي او همدا راز يو شمېر شکمن کسان نيول شوي؛ خو په وينا يې چې لا هم ماشوم د تښتوونکو په لاس کې دی.

عظيمي زياته کړه: ((د تښتوونکو دغه ډله، عادي نه ده، ريښې يې له بلخ ولايت بيرون او حتی له افغانستانه بيرون غځېدلې دي، دغه موضوع مرکزي حکومت په کچه تر تعقيب لاندې ده، بار بار عمليات شوي؛ خو له بده مرغه تر اوسه هم نه يو توانېدلي، چې ماشوم پيدا او راخلاص کړو.))

نوموړي د ولسمشر د وروستي ګواښ په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هغه جمهور رييس دی او د قانون له مخې صلاحيت لري چې هر مسوول او چارواکی له دندې لرې کړي.

د فرهاد عظيمي په خبره، طالبانو هم د ياد ماشوم د راخلاصولو برخه کې اقدامات کړي؛ خو تر اوسه يې نتيجه منفي ده.

بلخ کې د تښتول شوي ماشوم د کورنۍ غړي وايي چې تېره ورځ يې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح سره هم ليدلي او هغه ژمنه کړې چې د دوه اوونيو په ترڅ کې به عبدالرووف راخلاص کړي.

Views: 286

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.