جلال اباد (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۹): د ختيځو ولايتونو چارواکي وايي چې د خلکو نه پاملرنې له امله د چاپيريال ککړتيا ستونزې ډېرې شوې دي.
دوی وايي، که خلک همکاري و نه کړي نو د چاپيريال ککړتيا به دومره زياته شي چې د خلکو ژوند کول به له ستونزو سره مخ کړي.
د ونو وهل، بې ځايه خځلې او ګندونه اچول، په کار خونو او بټيو کې د غير معياري سون توکو سوځول او ځينې نورې نيمګړتياوې هغه څه دي چې د ختيځو ولايتونو د چاپيريال ساتنې او نور چارواکي يې اندېښمن کړي دي.
مسوولينو دا څرګندونې د سلواغې په ۱۴مه جلال اباد ښار کې د چاپيريال ستونزو په تړاو د بحثونو جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډه کې وکړې.
د ننګرهار مرستيال والي ببرک مياخېل غونډې ته وويل، که له يوې خوا د حکومت امکانات کم دي نو له بلې خوا د خلکو نه همکاري د دې سبب شوې چې له امله يې د چاپيريال ککړتيا ډېره شوې ده.
هغه له خلکو وغوښتل چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او خپل چاپيريال کې چاته اجازه ورنه کړي چې د ککړتيا وسايل وکاروي.
د ننګرهار د چاپيريال ساتنې ادارې رييس فيروز محمدزی هم ورته اندېښنه لري او وايي که ولس همکاري ونه کړي نو هېڅ کار په دغه برخه کې ګټور نه شي تمامېدلی.
د هغه په خبره، تېر کې دغې ادارې ته يوازې د پاليسۍ او عامه پوهاوي واک ورکړل شوی و، خو اوس ورته د نظارت او جريمې واک هم ورکړل شوی چې وخت په وخت جلال اباد ښار او ولسواليو کې نظارت او سرغړوونکي مجازات کېږي.
د کونړ ولايت د چاپيريال ساتنې رييس عبدالخالق خالقيار وايي، د خلکو بې غورۍ او نه همکارۍ له امله ډېر ځنګلونه او ځنګلي ژوي له منځه تللي چې اغېز يې په ټول چاپيريال او د هېواد په ټولو خلکو دی.
دغه پروګرام چې د WCS . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن