Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زلمي خليلزاد نوى مرستيال څوک دى؟

کابل  (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٩) : د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نوي ټاکل شوي مرستيال په کونړ ولايت کې دنده ترسره کړې او د افغانستان له حالاتو سره بشپړه بلدتيا لري.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې يادونه کړې وه چې دامريکا نوى ولسمشر جوبايډن د زلمي خليلزاد لپاره نوى مرستيال ټاکي.

تېره اوونۍ زلمي خليلزاد چې د امريکا د بهرنيو چارو له نوي وزير انتوني بلينکن سره وليدل، نو په ټويټر کې يې ليکلي و چې په دې ليدنه کې د هغه نوي ټاکل شوي مرستيال توماس ويسټ هم شتون درلود.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ويسټ په جان هاپکينز پوهنتون کې لوړې زده کړې، کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې په بهرنيو چارو وزارت او سپينې ماڼۍ کې دندې ترسره کړې دي.

هغه لومړى د سوېلي اسيا او منځني خيتځ په برخوکې له ٢٠١٢ کال څخه تر ٢٠١٥ کاله پورې دندې ترسره کړې دي. بيا د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا په دفتر کې د پاکستان او افغانستان د برخې د مسوول په توګه پاتې شوى دى.

دغه راز د اوباما په واکمنۍ کې د ولسمشر د مرستيال جوبايډن د سلاکار په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده.

په سپينه ماڼۍ کې له دندې دمخه، هغه يوکال د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې د بهرنيو چارو وزارت د لوړپوړي ديپلوماټ په توګه دنده ترسره کړې.

سرچينې زياته کړې، له بهرنيو چارو وزارت سره د دندې په لومړيو کلونو کې ويسټ په اسلام اباد کې له جنرال مشرف څخه ولسمشر زرداري ته د واک لېږد پرمهال د متحده ايالاتو په سفارت کې د سياسي افسر په توګه کار کاوه.

د کونړ ولايت يو تن اوسېدونکى صديق الله چې اوس په اروپا کې مېشت دى، وايي چې ده د ولايت په پي ار ټي کې له توماس ويسټ سره د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه زياته کړه، چې نوموړى په پښتو ژبه په روانه خبرې کولى شي او د افغانستان له حالاتو او کولتور سره ښه بلد دى.

د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ ولسوال محمد رحمن دانش وايي، کله چې توماس ويسټ په پي ارټي کې دنده لرله، نو ده ورسره څو ځلې ليدلي و.

نوموړي پژواک ته وويل چې توماس له خلکو سره ښه برخورد کاوه او دافغانانو له ستونزو ښه خبر دى.

دانش د هغه ټاکنه په نېک فال نيسي او وايي چې نوموړى به د سولې پروسې لپاره ګټور ثابت شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.