کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۹ ): د کوچیانو چارو د سمون رياست وایي چې اوس مهال په هېواد کې د کوچیانو لپاره ۲۳۱ ښوونځي فعاله شوي چې ۶۹زره کسان په کې زده کړې کوي.
د کوچیانو چارو د سمون ادارې مشر حبیب الرحمن د سلواغې په ۲۲ مه د دولت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وويل چې تېر کال د کوچیانو لپاره ۳۱ لنډ مهال ښوونیز کورسونه هم جوړ شوي چې ۷۵۰ کسانو ته په کې د سواد زده کړه ورکول شوې ده.
دی وایي، په ۱۳۹۹ کال کې په ١١ ولایتونو کې ۲۱۱ کوچيان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ حرفوي مرکزونو ته معرفي شوي دي.
هغه زیاته کړه، اوس مهال د هېواد په کچه د کوچیانو لپاره ۲۳۱ ښوونځي فعال شوي چې ۶۹۰۶۶ کسان په کې زده کړې کوي. په دغو زده کوونکو کې ۴۹۸۸۱ یې هلکان او ۱۹۱۸۵ نجونې دي.
د ده په وينا، د ۲۳۱ ښونځيو له ډلې څخه ۵۹ يې ودانۍ لري او په روان کال کې به ٥٢ نورو لپاره هم ودانۍ جوړې شي.
دی وایي، د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په ۱۳۹۹ کال کې په ۱۲ ولایتونو کې ۱۵ ګرځنده روغتیایي کلینیکونه د کوچيانو لپاره جوړ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد د کوچیانو لپاره ۲۶ ګرځنده او لس ثابت روغتیایي مرکزونه فعاليت کوي.
د ده په وینا، تېر کال په ټول هېواد کې نږدې ۳۹۰۰ ټنه غنم پر اړمنو کوچیانو هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت کوچيان د زورواکو له خوا د څرځايونو له غصب څخه شکايت کوي او له اړوندو مسوولينو په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن