کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۹): د ملي دفاع وزارت په بادغیس کې د ٣٠ طالبانو د وژل کېدو او ١١ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.
له ملي دفاع وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په روجی ها، جنرال ضیا، حاجي عبدالله او پهلوان کلیو کې عملیات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو د ۲ سرګروپانو "نجیب الله" او "ګل احمد" په ګډون، ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۸ موټر سایکل له منځه وړل شوي او ۸ میله وسلې هم ترې نیول شوي دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP