کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩) : ولسمشر اشرف غني او د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره په ټېلېفوني اړيکه کې پر سولې پروسې او د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړې.
له ارګ څخه دسلواغې په ٩٢مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره ټېلېفونې خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دغه ټېليفوني مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هیوادونو د لازیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په ځانګړي ډول ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې.
ولسمشر غني په دې اړيکه کې ويلي، د افغانستان دولت او خلک پیاوړې اراده او اجماع لري چې د سولې پروسه بریالۍ او په هیواد کې تلپاتې او باعزته سوله راشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ټېليفوني اړيکه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزې او بین المللي ډیپلوماسۍ هم ټینګار وکړ.
دا اړيکه په داسې حال کې نيول شوې چې ټاکل شوې ده، د پنجشنبې په ورځ دناټو د دفاع وزيران د افغانستان په اړه مهمه پرېکړه اعلان کړي..
Views: 118
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP