ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د امريکا بهرنيو چارو له وزير سره ټيلېفوني خبرې کړې

ولسمشر غني د امريکا بهرنيو چارو له وزير سره ټيلېفوني خبرې کړې

author avatar
17 Feb 2021 - 22:13
ولسمشر غني د امريکا بهرنيو چارو له وزير سره ټيلېفوني خبرې کړې
author avatar
17 Feb 2021 - 22:13

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩) :  ولسمشر اشرف غني او د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره په ټېلېفوني اړيکه کې پر سولې پروسې او د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړې.

له ارګ څخه دسلواغې په ٩٢مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره ټېلېفونې خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دغه ټېليفوني مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هیوادونو د لازیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په ځانګړي ډول ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې.

ولسمشر غني په دې اړيکه کې ويلي، د افغانستان دولت او خلک پیاوړې اراده او اجماع لري چې د سولې پروسه بریالۍ او په هیواد کې تلپاتې او باعزته سوله راشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ټېليفوني اړيکه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزې او بین المللي ډیپلوماسۍ هم ټینګار وکړ.

دا اړيکه په داسې حال کې نيول شوې چې ټاکل شوې ده، د پنجشنبې په ورځ دناټو د دفاع وزيران د افغانستان په اړه مهمه پرېکړه اعلان کړي..

Visits: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.