ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا دفاع وزير: له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ايستلو کې بېړه نه کوو

د امريکا دفاع وزير: له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ايستلو کې بېړه نه کوو

author avatar
19 Feb 2021 - 11:51
د امريکا دفاع وزير: له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ايستلو کې بېړه نه کوو
author avatar
19 Feb 2021 - 11:51

کابل(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۹): د امريکا دفاع وزير ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې له ديپلوماټيکو لارو د جګړې پاى ته رسولو ته ژمن دى او خپل سرتېري په بېړه له دغه هېواده نه وباسي.

د امريکا د فاع وزير لویډ استین د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې ګډونوالو ته چې په انلاين بڼه جوړه شوې وه ډاډ ورکړ چې دوى له افغانستانه خپل سرتېري په بېړه او بې نظمۍ نه وباسي.

له پنټاګون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د امريکا ددفاع وزير له خولې ويل شوي، چې امريکا په اوسنيو شرايطو له طالبانو سره د تړون د ارزونې په حال کې ده، ترڅو مشخصه شي چې ايا دواړه خواوې د شرايطو پايند دي که نه .

هغه ويلي چې امريکا د افغانستان جګړې د پاى ته رسولو لپاره ديپلوماټيکو هڅو ته ژمن ده او په ټولو پړاونو کې به له خپلو متحدينو سره مشورې کوي.

د ناټو ددفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون له کومې پرېکړې پرته پاى ته ورسېده.

Views: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.