ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج او اوقافو وزارت: د مولوي انصاري څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر کې دي

د حج او اوقافو وزارت: د مولوي انصاري څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر کې دي

author avatar
20 Feb 2021 - 18:43
د حج او اوقافو وزارت: د مولوي انصاري څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر کې دي
author avatar
20 Feb 2021 - 18:43

کابل (پژواک،۲ کب ۹۹): د حج او اوقافو وزارت د مولوي انصاري وروستۍ څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر او د هېواد د نافذه قوانينو پر خلاف بولي، له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتي چې پر وړاندې دې بیړنی اقدام وکړي.

مجیب الرحمان انصاري چې ځان د هرات د مشهور روحاني شخصیت خواجه عبدالله انصاري کورنۍ اړوند ګڼي، د هرات ښار د تر ټولو مشهور ګذرګاه جومات مشري پر غاړه لري.

انصاري پرون د جمعې لمانځه کې د وینا پر مهال د دې ترڅنګ چې له اوسني نظامه ملاتړ يې “کبیره ګناه” بللې، له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د اوسني نظام لپاره کار ونه کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د انصاري وروستۍ څرګندونې په کلکه غندي او دا ډول غیر مسؤلانه او مغرضانه څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر او د هېواد د نافذه قوانینو پر خلاف بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې هېواد سولې، ورورګلوي او یووالي ته اړتیا لري او بې له شکه چې په دغه برخه کې د علماوو رول تر هر چا زیات غښتلی دی.

سرچینې لیکلي، دا چې د افغانستان سیاسي وضعیت په ډېر حساس پړاو کې قرار لري، دا ډول غیر مسوولانه څرګندونې په هېواد کې د جګړې اور ته لمن وهل او د دښمنانو له لوري د جګړې بټۍ ګرمول دي، چې پایله يې هم د دښمن په ګټه او دا ډول څرګندونې یوازې د بې ګناه انسانانو وژلو ته ادامه ورکول دی.

سرچينه کاږي، د ملا انصاري غیر مسوولاته څرګندونې به بدبختانه په هېواد کې د بې ګناه انسانانو د وینې تويېدنې، مذهبي او فرهنګي مرکزونو، کورونو، سوداګریز او خدماتي فعالیتونو د ویجاړۍ سبب شي.

د حج او اوقافو وزارت وايي: «انصاري په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې نړیوالو اسلامي هېوادونو او نړیوالو اسلامي سازمانونو لکه د سعودي عربستان د حرمینو علماوو، په فلسطين کې د قدس شريف امام او مفتي، د افغانستان علماوو، د هند د دیوبند علماوو، د بنګله دېش علماوو، د مصر د الازهر شریف علماوو، د ترکیې علماوو، د رابطه عالم اسلامي علماوو، د اندونیزیا علماوو، د اسلامي نړۍ د مسلمانو علماوو د اتحادیې مشر او د نړۍ په کچه په لسګونو نورو مذهبي سازمانونو په افغانستان کې جګړه ورور وژنه بللې او دا یې د دیني ارشاداتو خلاف عمل یاد کړی دی.»

دغه وزارت له عدلي او قضايي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کړې چې د دغه شخص د غیر مسوولانه څرګندونو پر وړاندې، چې د ټولو اسلامي اصولو خلاف او د هېواد د ملي ګټو پر ضد څرګندونى کوي، بېړنی او پر وخت اقدام وکړي او خپل عکس العمل وښیې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د انصاري جومات او مدرسه د هغو جوماتونو او مدارسو له جملې څخه دي، چې له دې وزارت سره ثبت اوراجستر نه دي.

Views: 1851

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.