کابل (پژواک، ٤ کب ٩٩): د ولسمشر مرستيال امرالله صالح وايي چې د کابل ښار په پرونۍ چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دغه چاودنه پرون مازديګر شاوخوا څلور نيمې بجې د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بره کي څلورلارې ته څېرمه د پوليسو پر يوه رينجر موټر وشوه.

د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز پرون ويلي وو چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح نن د سهار شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې په راپور کې ويلي چې په دې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

هغه زياته کړې چې په وژل شوو کې يو اووه کلن اسپندي ماشوم هم و چې هلته يې پر سړک مزدوري کوله.

بلخوا ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې په وژل شوو کې د کورنيو چارو وزارت د مالي او اداري معينيت يو افسر سمونوال سيد ابرار سادات هم شامل دى خو رسمي سرچينو یې په اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب تېره شپه د کابل په وزير اکبر خان او صحت طفل روغتونونو کې د يادې پېښې د ټپيانو پوښتنه کړې ده.

هغه ويلي، د سولې او ثبات دښمنان د پردیو استخباراتو په لمسون د ټولنې ټول قشرونه هغه که ملکيان دي او که دولتي کارمندان او امنیتي سرتېري، په نښه کوي او ترهګريز فعالیتونه کوي.

هغه زياته کړې د افغانانو دښمنان باید وپوهېږي چې په دغو غیر اسلامي او ناانساني بریدونو خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدای؛ ځکه امنیتي او دفاعي سرتېري د خاورې او خلکو په دفاع کې د خپلو وینو له تویېدو درېغ نه کوي.

د ملي امنیت سلاکار وویل، د دې پېښې ټپیان باید د بشپړې درملنې لپاره شاه امان الله خان (ملي امنیت) روغتون ته ولېږدول شي.

وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.