ژبه

کینیا کې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د کینیا په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیزې په یوه راپور کې د کینیا د پولیسو له قوله لیکلي چې د سېلابونو راتلو او ځمک‌ښویېدنې پېښې د دغه هېواد په ثاراکا نیتي، ایلګیو – ماراکویټ او کیامبو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

سرچینې لیکلي، په یادو سېلابونو او ځمکې ښویېدنو کې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي، ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې، خلک یې بې‌کوره کړي او ملکیتونو او زیربناوو ته یې لوی زیان رسولی دی.

سرچینې لیکلي، تر اوسه دا روښانه نه ده چې څو کسان بې‌ځایه شوي دي.

ځایي رسنیو راپورونه ښيي چې د پلازمېنې نایروبي سړکونه له اوبو ډک شوي او موټر او خلک په اوبو کې تېرېږي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، دا په دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې د کینیا ځینې سیمې له مرګونو سېلابونو سره مخ کېږي. په مارچ میاشت کې هم په نایروبي کې سېلابونو لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه کړي وو.

ورته موضوع