کابل (پژواک،۹ کب ۹۹): د کابل پولیس وايي، د بګرامیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یادې پېښې د منلو ترڅنګ وویل، نن سهار ۹ بجې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر یوه کرولا موټر د ماین چاودنه شوې.
د ده په خبره، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه ونه ویل.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، د کابل پولیسو نن په ۱۸ او ۸ ناحیو او پغمان ولسوالۍ کې د درېیو چاودنو مخه نیولې ده.
هغه روښانه کړه، تر اوسه د دې پېښې په اړه څوک نه دي نیول شوي، خو په دې اړه يې پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د تېرو ورځو په پرتله د ماین چاودنې کمې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP