دوشنبه (پژواک، ۱۱ کب ۹۹): د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني د تاجکستان هېواد له ولسمشر امام علی رحمان سره د دغه هېواد په پلازمېنه دوشنبې ښار کې ليدلي دي.
هغه له امام علي رحمان سره د کب په ١١مه له ليدنې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د تاجکستان ولسمشر افغانستان خپل دوست او ورور هېواد وباله او زياته يې کړه چې حکومت او خلک يې په بدو ورځو او شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.
رحماني زياته کړې، دواړو لورو په دې ليدنه کې د دوه اړخیزو مسایلو، د افغانستان امنیت او پر سیمه د هغه پر اغېزو، سولې او بین الافغاني خبرو اترو او د سیمه ییزو همکاریو په تړاو خبرې وکړې او خپل نظرونه يې شریک کړل.
د هغه په وينا، د تاجکستان ولسمشر د افغانستان سولې له بهیره هر اړخيزه ملاتړ څرګند کړ.
رحماني وايي، تاجکستان هېواد دغه راز د دواړو هېوادونو ګډه پوله کې پر نا امنيو اندېښنه څرګنده کړه.
د یادونې ده، د ولسي جرګې رييس تاجکستان ته د سفر په دويمه ورځ نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین او د پارلمان له ريیس محمد طاهر ذاکر زاده سره هم لیدنې درلودې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ټینګښت یې خبرې وکړې.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن