هرات ښار(پژواک، ٢١ کب ٩٩): د هرات سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي چې ایراني چارواکو د دغه ولایت مسوولینو ته ۳۰۶ افغان بندیان سپارلي دي.
د هرات والي فرهاد جیلاني نن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بندیان تېره ورځ د هرات په اسلام کلا بندر کې سیمه ییزو مسوولینو ته سپارل شوي دي.
هغه روښانه کړه چې دغو بندیانو کې ۳۰۲ نارینه او څلور ښځې شاملې دي.
نوموړي وویل، دغه شمېر بندیان له کلونو راهیسې په ایران کې د بېلا بېلو جرمونو په تور بندیان وو.
هغه زیاته کړه، دغه شمېر بندیان د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ د تېرو کلونو د ترسره شوي هوکړه لیک له مخې خوشي شوي دي.
بلخوا په هرات کې د ایران قونسلګرۍ مسوولینو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.
د یادونې ده چې څه وخت مخکې هم دواړو هېوادونو افغان او ایراني زندانیان تبادله کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP