Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بغلان کې د نجونو والیبال سیالي ترسره شوه

پلخمري (پژواک، ٢١ کب ٩٩): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د سولې جام ترسرلیک لاندې د دوه ښځینه لېسو د والیبال لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ سیالي ترسره شوه.

د بغلان ولایت د ښځو چارو ریيسې خدیجې یقین وويل چې افغانو نجونو په تېرو شلو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دى.

یقین زیاته کړه چې په بغلان کې نجونې د زده کړو ترڅنګ د ورزش په برخه کې هم پیاوړې شوې دي چې نننۍ سیالي یې يوه ښه بېلګه ده.

دغه راز د بغلان د ورزشي امریت مرستیال ډاکټر عثمان شېرزي چې یاده سیالي یې څارله وویل بغلان کې د نارینه وو ترڅنګ نجونو ته هم د لوبو تر سره کولو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

شېرزي وویل چې پلخمري کې د نجونو ورزش لپاره د والیبال جمنازیوم او پینګ پانګ لوبو د ترسره کولو ځایونه جوړ شوي دي.

يوې لوبغاړې ذکيې پژواک ته وويل چې د لوبو په برخه کې نجونو ته هم پام زیات شوی او اوس دوی کولای شي په ډاډه زړه لوبې وکړي.

هغې زیاته کړه : ((په امن او مناسب ځای کې لوبې ترسره کول څه بده خبره نه ده ځکه زه نه غواړم کله هم لوبې پريږدم.))

دغه سيالي چې د معدن او نمبر دو لېسو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوه، د معدن لوبډلې وکولاى شول چې درې د صفر پر وړاندې د نمبر دو لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.