کندهار (پژواک، ۲۲ کب ۹۹): د زابل ولایت په مرکز کلات کې پر یوه کور د هاوان لګېدو په پېښه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
پېښه نن مازدیګر د کلات اړوند په نورک سیمه کې شوې ده.
د نورک کلي یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، هاوان د یوې امنیتي پوستې پولیسو توغولی دی.
هغه زیاته کړه، پولیسو دغه هاوان په داسې حال کې د ملکي وګړو پر کورونو توغولی چې نه پرې ډز شوی او نه کومه جګړه شوې ده.
د ده په خبره، د هاوان د لګېدو له امله د یوه کور ۳ ماشومانې نجونې وژل شوي او درې نورې ټپیانې شوي چې عمرونه یې د ۸، ۱۰ او ۱۴ کلونو په شاوخوا کې دي.
دی وايي، د سیمې اوسېدونکو د دې پېښې په غبرګون کې د کندهار – کابل لار هم تړلې ده.
د زابل د ولایتي روغتون یوه ډاکټر کلیم الله پژواک اژانس ته وویل، دغه روغتون ته ۳ تنه ټپيان ور وړل شوي چې نجونې دي.
د ده په خبره، درې واړې ټپیانې د هاوان په پارچو ټپيانې شوي دي.
امنیتي چارواکي د پېښې په اړه د څېړنو خبر ورکوي.
Views: 194
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP